کابل، د زمري٥ مه، باختر
روسیې د اسلامي امارت د هغې غوښتنې ملاتړ وکړ، چې د افغانستان هغه شتمنۍ چې د امریکا له لوري کنګل شوې وې، بېرته ورکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې جمهور رئيس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تاشکند په غونډه کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د هغو شتمنیو د بېرته ستنولو په برخه کې چې د امریکا له لوري کنګل شوې دي، د اسلامي امارت د غوښتنې ملاتړ کوي، هغه د امريکا له لورې د افغانستان د شتمنيو کنګل کېدل غلا وبلله.
د افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئيس ځانګړي استازي چې په تاشکند کې د افغانستان په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته وینا کوله وویل: ” زه د زړه له کومي د اسلامي امارت د مؤقت حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي د هغه غوښتنې ملاتړ کوم، چې بي له قيد او شرطه د افغانستان ٧ميليارده کنګل شویو ډالرو د آزادولو غوښتنه کوي، خو په حقیقت کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا غلا شوي دي. ”
تر دې وړاندې روسیې هم له امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو پيسو د بیرته ورکولو غوښتنه کړې وه.
د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان د بهرنیو اسعارو څه د پاسه ۹ میلیارده ډالره په امریکا کې توقيف شوي دي.
چین، ایران، پاکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د روسیې په شان ورته غوښتنې کړې دي.
\ ذ