نړۍ

په باجوړو ايجسنۍ کې د دوو تنو قبايلي مشرانو وژل کيدل

پيښور ډان   باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
په باجوړو ايجنسۍ کې نن په يوه چاودنه کې دوه تنه  قبايلي مشران ووژل شول.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ: د دوو تنو قبايلي مشرانو ملک داوود خان او حاجي کريم د سپرلۍ په موټر  نن  چاودنه وشوه  او ددغو دوو  تنو مشرانو  په وژل کيدو سربېره درې تنه نور هم ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده  چې د روان کال په پيل کې  دحکومت په يوبل پلوي قبايلي مشر ملک محمدجان هم په باجوړو ايجسنۍ کې د مخالفينو له خوا بريد وشو او  د يوه کنترول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.
د باجوړو ايجنسۍ يوه له اوو نيمه کوراکو سيمو څخه ده چې زياتره د ماشومانو د فلج ضد واکسيناتورانو ، د سولې د کميټې په کارکوونکو بريدونه  او ځانمرګي  او بمي بريدونه پکې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته