ټولنه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ډېر ژر بې ځايه شويو ته کمپ جوړوي

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، هغو کورنيو بې ځايه شويو ته چې له يوې مياشتې راپدېخوا په کابل ښار کې شپې سبا کوي، کمپ جوړوي.
د دغې وزارت وياند رضا باهر باختر آژانس ته وويل: موږ بې ځايه شويو ته په باريک آب ساحه کې د کمپ جوړول په پام کې نيولي دي چې ډېر ژر کار يې بشپړېږي.
هغه زياته کړه: داسې اوازې شته چې ګنې موږ ښوونځي بې ځايه شويو ته ځانګړي کوو چې دا خبر ناسم دى.
باهر زياته کړه: موږ پخوا د رخصتيو په ورځو کې دغه طرحه په قندهار کې عملي کړه، خو په کابل کې دغه شان طرحه نه لرو او اوس موږ يوشمېر بېځايه شوي کسان د کابل په لوېديح کې په جوماتونو کې ځاى پرځاى کړي دي او له هغوى سره مرسته کوو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته