کابل/دمرغومي۲۴مه/باختر
پوليسو دوه تنه نن سهار په تخارکې د يو ځوان د وژنې په تړاو ونيول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغو کسانو پرون د دغه ولايت د مرکز تالقانو په چشمه شير کلي کې يو ځوان د کلاشينکوفو په ډزو سره وواژه او له سيمې څخه وتښتېدل.
اسير وويل: پوليسو وکولاى شول دغه کسان له پېښې يوه ورځ وروسته د تالقانو ښار په مربوطاتوکې ونيسي.
ختم- سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ