کابل / د کب ۴ مه / باختر
د کونړاو نورستان ترمنځ د کوردر پل د بیا رغاونې چارې نن پیل شوې چې چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
دغه پل کونړ له نورستان ولایت سره نښلوي چې په جوړېدو سره به یې د زیاتو خلکو ستونزې اوارې شي.
د کوردر پل په دې وروستیو کې د سېلاونو له امله ویجاړ شوی دی. د دغه پل له جوړېدو وروسته ، دا دویم ځل دی چې د کوردرستر پل ویجاړېږي.
د نورستان د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالرحیم فاروقي باخترآژانس ته وویل چې د کوردر پل پر ترمیمولو ۷۲۰ زره افغانۍ لګول کېږي.
هغه وویل چې په نورستان کې د ویجاړو شویو پلونو او واټونو د ترمیمولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د سهیل ستار ساختماني شرکت مسوول عبیدالله وايي چې د دغه پل د بیا رغاونې په کارکې به کیفیت په پام کې ونیسي .
د کليو اوسېدونکي وايي چې بې کیفیته ساختماني توکي د دې سبب شوي چې دغه پل د سېلاونوله امله ویجاړ شي.
لعل ګل چې دغه پله ته نږدې ژوند کوي وايي چې دغه پل دوه ځلې د بې کیفیته ساختماني توکو کارونې له امله ویجاړ شوی دی.
هغه له مسوولینو څخه وغوښتل چې دا ځلې د کوردر پل په بیا رغاونه کې د توکو کیفیت ته پاملرنه وکړي.
ع