کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د روشن، ام.ټي.ان، اتصالات، افغان بیسیم او د اسیا کمپنۍ ګروپ ترمنځ مخابراتي انتنونو لپاره د ځمکې د ترلاسه کولو په برخه کې هر اړخیز هوکړه لیک (ماسټر اګریمنټ) لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک موخه مخابراتي شرکتونو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د ځمکې د اجارې او قرارداد د ستونزو حل او د اسلامي امارت د عایداتو زیاتوالی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د یاد هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې وویل: «د کرنې وزارت د پانګوالو په خدمت کې دی، خصوصي سکتور باید له حکومت سره په همغږۍ په یوه داسې پلان کې کار وکړي، چې قانوني او بریالی پاتې شي.»
د کرنې وزارت د اجارې او پانګونې د رییس سلاکار احمد صیاد احمدي وویل چې د اسلامي امارت په ځمکو کې د مخابراتي شرکتونو شاوخوا ۷۷۷ سایټونه شتون لري، چې شاوخوا ۲۲۳ میلیونه افغانۍ یې د اجارې او قرارداد له لارې د دولت عوایدو ته رسېږي.
دغه هوکړه لیکونه د کرنې وزارت د اجارې او پانګونې لوی رییس ملا عبدالظاهر امین او د روشن، ام.ټي.ان. اتصالات، افغان بیسیم او د آسیا خدماتي او مشورتي شرکت د استازو له خوا لاسلیک شول.