امنیت

په پروان کې درې تنه د پوځيانو د ترور په تړاو ونیول شول

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د پروان پولیسو درې تنه د پوځيانو د ترور په شک ونیول.
د پروان د امینې قومندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې د چاریکارو د شپږمې امنیتي حوزې آمریت له تروریزم سره د مبارزې څانګې منسوبینو درې تنه چې د یو پوځي د وژنې په پېښه کې مشکوک دي، د پروان د مرکز چارریکارو ښار په عبدي بای کلي کې په یولړ عملیاتو کې ونیول.
خبرځای زیاته کړه چې دغه کسان د وسله والو طالبانو غړي دي او له هغوی څخه درې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته