سیاستخبرونهټولنهTOP

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په تورخم کې کډوالو ته د مرستې رسونې د کمېټې چارې و ارزولې

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري او مل پلاوي تورخم کې د ډيورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې کډوالو ته د مرستې رسونې په پار د ګمارل شویو کمېټو چارې و څارلې.

د دې څارنې پر مهال په تورخم کې د مسوولو ادارو استازو د خپلو فعالیتونو په اړه نوموړي ته مالومات ورکړل.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست آمر او د يادې کمېټې غړي قاري محمد ظاهر د روغتيايي فعاليتونو، د راستنېدونکو د ثبت، ستونزو ته د رسېدنې، لېږد او د خوراکي توکو د رسولو په اړه هر اړخیز مالومات وړاندې کړل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د دغو کمېټو په دفترونو او خونو کې د یادو کمېټو د چارو لړۍ څخه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په دغه سفر کې، د مالیې، سوداګرۍ او صنعت، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، کور او ښار جوړونې او د چارو ادارې رییسانو او دغه راز د ننګرهار د کرنې رييس  مولوي عبدالستار، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس مولوي مصباح الدين مستعين او د کرنې وزارت د دفتر رييس ملا حسين احمد خورشيد د نوموړي ملتیا کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته