ټولنه

په کندز کې١٢٠٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
په کندز کې پر ١٢٠٠ کورنيو نن او پرون خوراکي توکي ووېشل شول.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ «ډبليو.اف.پي» موسسې او د کندز سيمه یيزې ادارې پر ١٢٠٠ کورنيو چې د جګړوله امله بې ځايه شوې دي؛ خوراکي توکي ووېشل.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو ناامنيو له امله په کندز کې زرګونو کورنيو له خپلو کورونو څخه وتلې دي او د دغه ولايت او د ګاونډيو ولايتونو په امنو سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي او سملاسي مرستو ته اړتيا لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته