کابل / د وري ۲۲مه / باختر
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین د CNPCI دولتي شرکت له ریيس سره وکتل.
دغه وزارت د یوې خبرپانې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د یاد وزارت سرپرست د چین او افغانستان تر منځ د دوستانه اړیکو او د هېواد په کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د چین د CNPCI شرکت ريیس په خپلو خبرو کې د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر څخه وغوښتل، چې د هېوادونو د پانګوالو لپاره د افغانستان په کانونو کې د پانګونې ښه زمینه برابره کړي چې پانګه وال په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
نوموړي همدارنګه وویل چې په دې سره به د افغانستان د ملي عوایدو کچه لوړه شي، فقر او بې وزلي به کمه او هېواد به اقتصادي پرمختګ وکړي.
د کتنې په پای شیخ دلاور ژمنه وکړه چې په کانونو د پانګونې په موخه به د پانګه والو لپاره ښه زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستو کې د افغانستان په کانونو د پانګونې لپاره د چین په ګډون د یو شمیر هېوادنو لېوالتیا ډېره شوې ده.
افغان مل