امنیت

په ننګرهارکې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو د يوې ډيپوکشف

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
په ننګرهارولايت کې د يو لړ ځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو د ډلې د جنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .
په دغو عملياتوکې چې پرون د غني خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ د وسله والو طالبانو په ډله کې د غړيتوب په تور يو تن نيول شوى دى .
د افغانستان په ختيځ د ملي اردو د ځواکونو وياند شرين آقا فقيري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتوکې دوسله والو طالبانو د ډلې دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه او يو سړى په دې ډله کې دغړيتوب په تور ونيول شو.
ويل کيږي چې په دې ډيپوکې په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او يوه اندازه نشه يي توکي ترلاسه شوي دي . دغه ډيپو د غني خيلو ولسوالۍ په ګولايي کلي کې وه .
د افغانستان په ختيځ کې دملي اردو دځواکونو وياند وايي چې په دغو عملياتو کې پوځيان او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته