کابل / د کب لومړۍ / باختر
تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، پرون د کابل ښار په درېمه ناحیه کې کویټي جومات ته څېرمه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استاد مبشر مسلمیار موټر د تروریستي برید هدف وګرځاوه چې له امله یې نوموړی او د هغه یو زده کوونکی شهیدان شول.
جمهوررییس غني د دغې تروریستي پېښې د سخت غندلو پر مهال وویل: په افغانستان کې د جګړې، ترور، انفجار او انتحار د مشروعیت ننګولو په اړه د اسلامي علماوو په اجماع سربېره، وحشي تروریستانو په دغو وروستیو کې تاوتریخوالی زیات کړی او پرون یې د اسلامي علومو یو پیاوړی استاد له خپل زده کوونکي سره په شهادت ورسول چې دغه عمل یې د دیني ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.
جمهوررییس د یادې تروریستي پېښې د هراړخیزې ارزونې او د هغو د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو په موخه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهوررییس غني د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.#
پای / ذ