امنیت

دوه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
دهېواد په شمال او شمال ختيځ زون کې په ناامنو سيمو کې ٤٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتردباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ډار اچوونکي دنويد ١١ دچانيزو عملياتو له امله چې دهېواد ددفاعي ملي او امنيتي ځواکونو له خوا پرون دبغلان ولايت په پلخمري ښار او دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ترسره شول  ووژل شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې ٢٥ تنه ډار اچوونکي ټپيان او شپږ تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول او دښمن يوه اندازه جنګي  وسايل او  ليږدونکي وسايط هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته