خبرونهاقتصادټولنهTOPټکنالوژي

د پکتیا په یو شمېر ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي آسانتیاوې برابرې شوې

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر

د پکتیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره د مخابراتي آسانتیاوو د پیل خبر ورکوي.

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي نصیرالله هجرت د باختر آژانس سمه ییز خبریال سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت  په واکمنېدو سره د دغه ولایت په جاني خېلو، زرمت، لجې او ځدراڼ مېشتو ولسوالیو کې چې پخوا هيڅ ډول غږیز او انټرنېټي آسانتیاوې پکې نه وې، له غږېزو او انټرنېټي آسانتیاوو برابرې شوي دي.

هجرت وویل، چې دوی د یاد ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفرونه کړي او د خلکو ستونزو ته په کتو يې اړوند ۱۸ بېلابېلو سیمو کې انټرنیټي چوپړتیاوې(3G –4G) ته لوړې کړې او لریو پرتو سیمو ته يې مخابراتي آسانتیاوې برابرې کړي دي.

د یادونې وړده، چې په دغه ولایت کې د ۹ مخابراتي شبکو انتنونو، ۲ ريپيټرونو لګولو او د ۱۵ پخوانیو تخریب شویو انتنونه په بیرته رغولو سره د مخابراتي شبکو کیفیت لوړ شوی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته