ټولنه

د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام پيل شو

کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام نن د دارالامان د قلعه مسلم په غونډۍ کې د څو نيالګيو په کېنولو سره پيل شو.
ټاکل شوې ده په دغه پروګرام کې په ټول هېواد کې ۲۵ میليونه نيالګي کېنول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د جمهوررييس محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ، د کب ۲۰مه د نيالګيو د کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام د يوشمېر دولتي مقاماتو، کابل ښاريانو، ورزشکارانو او هنرمندانو په ګډون د دارالامان د قلعه مسلم له غونډۍ څخه پيل شو.
د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې رييس شاه زمان ميوندي د نيالګيو د کېنولو د ارزښت، په ټولنه او د ژوندانه چاپېريال په پاکوالي کې د ونې د اغېزمنتوب په اړوند خبرې وکړې.
هغه وويل: له بده مرغه ۴۰ کلنه جګړه زموږ د ځنګلونو او طبيعي منابعو ستره برخه ويجاړه کړې ده، نو د دې اړتيا ده چې سالم چاپېريال ولرو او د هېواد سمسورتيا ډله ييز يون ته اړتيا لري. تر هغه وخته چې خلک په ملي کچه يوځاى نه شي او د ژوندانه چاپېريال ساتنې فرهنګ ترويج نه شي؛ موږ پاک چاپېريال ته نه رسېږو.
هغه وويل: د نيالګيو د کېنولو په اړه د هېواد د جمهوررييس حکم د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام لپاره زمينه برابره کړې ده او د دې سبب شوى دى چې دغه پروګرام د نورو دولتي او خصوصي بنسټونو په همغږۍ ترسره شي.
ميوندي له دولتي او خصوصي بنسټونو، ديني عالمانو د مدني ټولنې له فعالانو، رسنيو، هنرمندانو او له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې د يوه نيالګي په کېنولو او په چاپېريال کې د ونې د ګټو په تبليغ سره په دغه ملي پروګرام کې خپل پور ادا کړي.
په دغه پروګرام کې د حج او اوقافو وزارت معين ډاکټر مظفري، کابل والي محمد يعقوب حيدري او يوشمېر نورو ويناوې وکړې او په ښاري ژوندانه کې یې د شنې ساحې ارزښت بيان کړ.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته