کاري فرصتونهسیاسترپوټونه

د پلټنې عالي اداره: په تېر یو کال کې ۳۰۰ عامه ادارې تفتیش شوې دي

کابل /دسلواغې ۱۸مه/باختر
د پلټنې عالي ادارې مشرتابه نن په کابل کې په یوه غونډه کې د دغې ادارې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه بیان کړل.
د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې، دغه غونډه چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه د پلټې د عالي ادارې سرپرست مولوي قدرت الله جمال د دغې ادارې د ارزښت په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د پلټنې عالي اداره یو خپلواک بنسټ دی چې خپل اجراآت په مسلکي او ناپیلي ډول د نافذو قوانینو او د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره کوي.
د پلټنې عالي ادارې سرپرست د دولت د عوایدو او لګښتونو په تحقق کې د شفافیت او حساب ورکولو د قوانینو او مقرراتو له رعایتولو د ډاډ ترلاسه کول او په دولتي بنسټونو کې د پروګرامونو پروژو او فعالیتونو په تطبیق کې اقتصادي والی، ګټورتوب او اغیزمنتوب څخه ډاډ ترلاسه کول د دغې ادارې له مهمو او کلیدي موخو څخه وبلل.
په همدې حال کې د پلټنې د عالي ادارې مالي او اداري مرستیال نجیب الرحمن رحماني د دغې ادارې د فعالیتونو لاسته راوړنو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره بریالۍ شوې ده چې د هېواد په مرکز او ولایتو کې د وزارتونو، خپلواکو ادارو، دولتي شرکتونو او ښاروالیو په ګډون ۳۰۰ عامې ادارې تفتیش کړې دي.
هغه زیاته کړه چې د ۵۹ دولتي ادارو د نغدې پیسو او د منقولو شتمنیو څېړنې دوام لري.
چې د څیړنو په بشپرېدو سره به د پلټنې رپوټ وړاندې شي.
د رحماني د معلوماتو پر بنسټ د څېړل شویو مراجعو د اطمینان د ترلاسه کولو له مخې په ټولیزه توګه ۴،۷۷۵ملیارده افغانۍ تحصیل او ۲،۳ملیارده افغانۍ په یوکال کې تصفیه او د دولت په خزانه کې شاملې شوې دي.
هغه په ۲۰۰ عامه ادارو کې د قوانینو او مقرراتو د رعایتولو د څیړنې ترسره کول، د دولتي ادارو د نغدو پیسو او منقولو شتمنیو د څیړنې د اجراآتو د رپوټ وړاندې کول، د معلوماتي سیستمونو د څیړنې اجراکول، د دولتی ادارو د کورني پلټونکو لپاره د روزنیزو سیمینیارونو جوړول او د دغې ادارې د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول د پلتنې د عالي ادارې د ۱۴۰۱ کال مهم پلانونه وبلل.
باید وویل شي چې د پلټنې عالي اداره په ۱۳۰۰ لمریزکال کې جوړه شوې ده.
او د پلټنې د عالي ادارې قانون د ۵ مادې له مخې د ټولوعامه بنسټونو د پلتنې واک او صلاحیت لري او د خپلو څېړنو د نتیجو رپوټ د ریاست الوزرا عالي مقام ته وړاندې کوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته