سیاست

مارشال فهيم : دافغانستان اوايران ترمنځ اړيکې ددواړو هيوادونو په لرغونې تاريخ کې جرړي لري

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٣ : 
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت  له مرستيال سيدعباس عراقچې  سره په کتنه کې ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو په  لازياتي باندي ټينګاروکړ اوهغه يي په سيمه کي دثبات اوامنيت دټينګښت سبب وبللي.
باخترا ژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخي  په دې کتنه کې چې نن وشوه دجمهوري رياست لومړي مرستيال ددغه ټکي دڅرگندولو په ترڅ کې چې ددواړو هيوادونو افغانستان اوايران ترمنځ دوستانه علايق اواړيکې ددواړو هيوادونو په لرغونې تاريخ کې جرړي لري زياته کړه چې دافغانستان خلکو له دغه هيواد سره د ايران داسلامي جمهوريت همکاري اومرستي له پخوا څخه تراوسه پوري نه دى هيري  کړي اوهغه  به تل په يادولري.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال يادونه وکړه چې ايران له زياتو کلونو را په دې  خوا دمليونونو افغان مهاجرينو کور دي او موږ به دغه ښه کوربه توب له امله به تل قدرداني وکړو.
په دې کتنه کې دايران  داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو  وزارت مرستيال  سيدعباس عراقچي ددواړو هيوادونو ايران اوافغانستان ترمنځ نه بيليدونکو مشترکاتو ته داشاري په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې دسولې اوثبات ټينګښت  زموږ په هيواد کې له سولې اوثبات سره پيوند لري اوهلې ځلې کوو چې په افغانستان کې دسولې اوثبات په ټينګښت سره دواړو هيوادونو اوسيمي ته دودي اوپراختيا زميني برابري کړو.
دايران داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت مرستيال دايران داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس دلومړي مرستيال په نيابت مارشال محمدقسيم فهيم ته بلنه ورکړه چې دغه هيواد ته سفر وکړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ددغې بلنې په منلو سره ژمنه وکړه چې په مناسب وخت کې به  دايران اسلامي جمهوريت ته سفروکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته