خبرونهاقتصادټولنه

د پروان په سیدخېلو کې د یوه سړک د جوړولو کار پیل شو

کابل، د کب ۶مه، باختر
د پروان ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې نن د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول د یوه د رغولو کار پیل شو.
د دغه ولايت د کليو، بیارغونې او پراختيا رييس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کانکريټي سړک د ټولنيز او معيشت د ملاتړ پروګرام له لارې د ۴ مليونو افغانيو په لګښت د سيدخېلو ولسوالۍ د ميرخان خېلو په کلي کې جوړېږي چې ۷۵۰ متره اوږدوالى او ۳ متره سور لري او په اوږدو کې يې د شاوخوا ۲۰۰ متره استنادي دېوال او ۵ پلونو جوړول هم شامل دي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د اسلامي امارت له لوري د پراختیایي پروژو په پلې کولو کې د دوی د هلو ځلو هرکلی وکړ او دا یې د پرمختګ په لوري ښه ګام یاد کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته