کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
دافغاني سرې مياشتې ټولنې په کونړ کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
دغه کورنى له اقتصادي بې وزلۍ سره مخامخې وې . اويوشمېر يې په تېرو سېلاونو او وچکاليو کې زيانمنې شوي دي .
دافغاني سرې مياشتې ټولنې ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې پړاو کې دشيګل ، اسمار. شلتن او سرکاڼو په ولسواليو کې په شپږ سوه پنځه پنځوسو کورنيو وريجې ، بوره ، چاى ، مالګه ، لوبيا او غوړي وويشل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې دغه ټولنه په هېواد کې له اړوکورنيو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي .
ختم_ ف _ اکرم