خبرونهامنیتټولنهTOP

د پاکستان له زندانونو څخه لسګونه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه کړای شول

کابل، د کب ۱۳مه، باختر

په کراچۍ کې د افغانستان سفارت جنرال قونسلګرۍ د هغه ښار له زندانونو څخه د یوې مېرمنې په ګډون  ۴۰ افغان بندیانو د خوشي کېدو او هېواد ته یې د راستنولو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد بندیان د سند ایالت له زندانونو څخه د افغان بندیانو د ډیپورټیشن لړۍ په دوام خوشي شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د څه باندې یو کال راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳ زره ۲۶۱ تنه افغان زندانیان د یادې قونسلګرۍ په هڅو د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ازاد او په دولتي مصارفو هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته