کابل باخترد وري دمياشتې ١١ :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون په ننګرهار ولايت کې دولس تنه د ډار اچونې په تور ونيول. په نيول شويوکسانوکې يوپاکستاني هم شامل دى.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: نيول شوي کسان له يوې مودې راپه دې خوا د ننګرهارولايت په مربوطاتوکې په ډار اچوونکو او ورانکارو عملونوبوخت وو .
د يوبل خبرله مخې: دملي امنيت د لوى رياست منسوبينو د هرات ولايت دګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ونيوه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ