خبرونهاقتصاد

د هېواد په ختیځ کې د هندواڼې حاصل زیات شوی دی

– کابل، د ثور ۲۶ مه، باختر

په ننګرهار کې د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د کانال ځمکه به سږکال ۱۴۶۷۰ ټنه د هندواڼې حاصل ورکړي.

د یاد ریاست مسوولین وايي چې د ننګرهار کانال رياست په څلور ګونو فارمونو کې په ۳ زره جريبه ځمکه هندواڼې کرل شوي، چې ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل به  ورکړي او له درکه به يې ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې سږکال لس زره ټنه د شفتالو حاصل ترلاسه شوی چې د کال ترپايه به په کې نور زياتوالی هم راشي او له درکه به يې ۲۷۰ ميلیونه افغانۍ عوايد ترلاسه شي.

د شفتالو بڼونه د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو اچین، شېرزادو، خوږياڼیو، روداتو، سره رود، کامې، بهسودو، ګوشتې، کوز کونړ، لعل پورې او چپرهار کې په ۳۰۰ زره جریبه ځمکه کې جوړ شوي چې حاصل يې د هېواد پر بازارونو سربېره هند او پاکستان ته هم صادريږي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته