اقتصاد

د چمن او سپين بولدک ترمنځ د روازه پرانستل شوه .

کابل باختر د تلي  شپاړسمه :
دسپين بولدک  او چمن  ترمنځ دروازه نن بيا پرانستل شوه .
دغه دروازه پنځه ورځې مخکې د ځانمرګي له بريد وروسته دخلکو او تجارتي مالونو پرمخ تړل شوې وه .
امنيتي مقامات  وايي دغه دروازه په داسې حال کې دپاکستاني مقاماتو له خوا خلاصه شوه چې زياتره ميوې اوسبابه  چې له پاکستان څخه افغانستان ته وارديدل  خوسا شوى و .
دقندهار دسپين بولدک ولسوال محمدهاشم آغا باخترآژانس ته وويل :  دسپين بولدک دروازه  چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ  د دوستۍ د دروازې په نامه ياديږي  له پنځو ورځو راپه دې خوا دخلکو او تجارتي مالونو پرمخ تړل شوي وه .
دده دڅرګندونو له مخې : دغه دروازه  وروسته له هغه دپاکستاني مقاماتو له خوا
وتړل شوه چې په سيمه کې  ځانمرګي بريد وشو او له امله  يې يو شمير ملکي وګړي
او پاکستاني مليشې ووژل شوې .
  هاشم آغازياته کړه :  دغه دروازه د دواړو هيوادونو دمقاماتو ترمنځ له خبرو وروسته  خلاصه شوه .
ويل کيږي  ددغې دروازې په تړل کيدو سره خلکو او دتازه ميوو او سبو سوداګرو ته زياتي ستونزې رامنځته  شوي وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته