امنیت

د هېواد د٢٢ تنو پوځيانو د شهادت د توطيې عامل ونيول شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١نيټه : د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي چې د پوليسو په دستګاه کې يو نفوذي سرتيرى يې نيولى دى چې د هېواد د ٢٢ تنو پوحيانو د شهادت عامل دى. دباختر آژانس دخبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن اعلام وکړ: په نيول شوي سړي تور لګول شوى دى چې د فراه په ولايت کې يې د پوليسو په کاروان د هغه بريد پلان طرحه کړى وو چې د روان کال د ليندۍ د مياشتې په ٢٤مه نېټه د فراه ولايت د لاش او جوين ولسوالۍ په تګلوري کې ترسره شو . بريد هغه وخت وشو چې مسوولينو غوښتل محمد اقبال چې نوى د دغې ولسوالۍ دامنيه قوماندان په توګه ګومارل شوى و، معرفي کړي چې په دغه بريد کې ٢٢ تنه افسران او سرتيري شهيدان او ٦ تنه نورټپيان شوي وو. د لاش او جوين ولسوالۍ نوى امنيه قوماندان او د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ دوه تنه جګپوړي افسران په وژل شويوکسانوکې شامل دي . نيول شوي سرتيرى تر تحقيق لاندې دى او د هغه د هويت په باره کې څه نه دي ويل شوي. پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته