ټولنه

په افغانستان کې د يوناما ماموريت د يوبل کال لپاره اوږد شو

کابل  _ باختر دکب ديرشمه :
دملګرو ملتو دسازمان د امنيت شورا پنځلسو غړوپه افغانستان کې د يوناما ماموريت ديوبل کال لپاره اوږد کړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ د ملګروملتو په سازمان کې دافغانستان سفير ظاهر طنين،  د ملګروملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون او دامريکا سفيرې سوزان رايس خبرې وکړې او په افغانستان کې يې دملي روغې جوړې دپروګرام له بهيرسره خپل ملاتړ څرګندکړ
دملګروملتو په سازمان کې دافغانستان سفير په دې غونډه کې څرګنده کړه چې افغانان په دغه هيوادکې د دايمي سولې او ټيکاو د تامينولو په لاره کې له نړيوالو شريکانو سره د دايمي همکاري غوښتنه کوي او دافغانستان په پرمختګونوکې نوى فصل پرانيستل  شوى دى .
دغه راز دملګروملتو په سازمان کې دامريکا سفيرې سوزان رايس دامنيت شورا په غونډه کې څرګنده کړه چې امنيت لا تراوسه پورې هم په افغانستان کې د ستونزو دحل کيلۍ ده .
  ده زياته کړه چې په را روان پسرلي کې د امنيتي مسووليتونو دليږدونې دڅلورم او پنځم پړاو په پيل سره چې دافغانستان دسراسري امنيت مسووليت په خپله ددغه هيواد امنيتي قوتونو ته سپارل کيږي ، دهيواد دټولو سيمو دامنيت دمسووليت سپارل به د ٢٠١٣ کال ترپاى پورې وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته