
کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په واټونو کې د ترافيکي څراغونو د ترميم او نصبولو بهير بيا پيل شو.
د لښکرګاه ښاروالۍ تخنیکي کارکوونکو د دغو څراغونو د ترمیم او فعالولو هڅې ګړندۍ کړې دي.
ټاکل شوې ده په دې پروژه کې د ښار په شاوخوا کې په لسګونه څراغونه ترمیم او فعال شي.
د لښکرګاه ښاروالۍ وياند محمد طاهر ابشار باختراژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده په دې پروژه کې د ښار ټول څراغونه بيا ترميم او فعال شي.
د هلمند ښاريان د ښاروالۍ د دې اقدام هرکلى کوي.
\ ذ