امنیت

په هلمندکې د امنيتي ځواکونو په وروستيو عملياتوکې څه ناڅه ١٠٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٣  :
په هلمندکې سيمه ييز مقامات وايي: د هغو پوځي عملياتو په بهيرکې چې له څو ورځو را په دې خوا په هلمند ولايت کې ترسره شوي دي؛ طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
د هلمند ولايت وياند عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پوځي عملياتوکـــې چې د افغان پوځيانوله خوا د ګرشک، نادعلــي او د مارجــــې د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ څه ناڅه سلو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ځواک وويل چې پرون افغان امنيتي ځواکونو له ځمکې او هوا څخه په لښکرګاه ښار د طالبانو په سنګرونو بريدونه وکړل.
د ځواک دڅرګندونوله مخې: په دغو عملياتوکې ١٢٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څه ناڅه ٣٠ تنه نوريې ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته