خبرونهټولنه

د هلمند په مارجې کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل/ د کب ٩ مه / باختر

د لسګونو څاه ګانو په کېندلو سره په هلمند کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. زياتره ماشومان او میرمنې دې ته اړې وې چې د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږده لاره ووهي.

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې يې د ځايي خلکو په مرسته  د اوبو څه ناڅه ٨٠ څاه ګانې جوړې کړې دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه په یوه خبرپاڼه  کې وايي د هلمند په نورو برخو کې هم د څښاک اوبو په برابرولو کې هڅې دوام لري. د کليو اوسيدونکي وايي چې له کلونو راهيسې له ناپاکو اوبو د استفادې له امله په ډول ډول ناروغيو اخته کېدل.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته