کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۵مه
په جوزجان ولايت کې له ١٢٠ بې ځايه شويو کورنيو سره نن دخوراکي توکو مرسته وشوه .
د جوزجان ولايت مرستيال باختر آژانس ته وويل: په دغو مرستو کې خوراکي توکي شامل دي چې په المان کې د مېشتو ترکانو له خوا ترسره شوې دي.
دغو کورنيو د روژې په مبارکه مياشت کې د دغو مرستو له امله مننه وکړه او د مرستندويوموسسو له خوا یې د زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ