خبرونهاقتصاد

د هرات د ترافیکو مدیریت څه باندې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د هرات د ترافيکو مديريت مسوولین وايي چې د روان کال له پيله تراوسه پورې یې څه باندې ۷۰۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت د ترافيکو مدير غازي ذبيح الله اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې همدارنګه د روان کال په ۲ زره ۱۰۰ ترافيکي پېښو کې ١٣٦ تنه مړه او ٧٠٠ نور ټپيان شوي دي.
اکبري زیاته کړه چې سږ کال په دغه ولایت کې ترافيکي پېښې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زياتې شوې دي.
د نوموړي په خبره، روان کال یې د موټر چلولو ۲۰ زره جواز سیر او ۱۱ زره د موټر چلولو جوازونه هم وېشلي دي.
د اکبري په وینا په يو شمېر واټونو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو او د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه ترافيکي څراغونه نصب شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته