امنیت

په کاپیسا کې یو طالب وژل شوی او یو تن بل نیول شوی دی

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۳ مه
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د عجب قلعه په سیمه کې یو تن وسله وال طالب وژل شوی او د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په سیمه کې یو تن بل وسله وال طالب نیول شوی دی.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کاپیسا ولایت د نجراب او تګاب ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې یو تن طالب نیول شوی او یو تن بل يې وژل شوی دی.
د یو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې دوې تومانچې او د تېر تاریخ درمل ترلاسه شوي او له منځه وړل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته