خبرونهاقتصادټولنه

د نیمروز والي د کمال خان بند څخه مرکز زرنج ښار او ولسوالیو ته د اوبو رسولو وختونه وټاکل

کابل، د وري ۶مه باختر

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د کمال خان بند څخه د لیدنې پرمهال یاد بند د هېواد د ابادۍ لويه هسته وګڼله او په بېلا بېلو برخو کې یې د یاد بند د فني ټیمونو له هلو ځلو مننه وکړه.

په دغه کتنه کې د کمال خان بند انجنیرانو د دغه بند د چارو په تړاو والي ته هر اړخیز مالومات ورکړل.

د نیمروز والي همدارنګه د فني ټيم سره په همغږۍ له کمال خان بند څخه زرنج ښار او ولسوالیو ته د اوبو رسولو وختونه مشخص کړل.

هغه وویل چې د اوبو د ټاکلي مهالوېش له مخې به له کمال خان بند څخه زرنج ښار او کرنیزو ځمکو ته اوبه خوشې کېږي، چې په دې سره به ټولو ولسوالیو ته اوبه ورسېږي.

هېره دې نه وي، چې د نیمروز والي په دغه کتنه کې د کمال خان بند د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او دوی ته یې د حل ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته