سیاست

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو او د ملي امنیت رئیس د جمهور رئیس په وړاندې د وفادارۍ لُوړه وکړه

د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو او د ملي امنیت لوی رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس حامد کرزي په وړاندې د لُوړې مراسم پر ځای کړل.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې تر سره شول، د کورنیو چارو وزیر لوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ، د ملي دفاع وزیر سترجنرال بسم الله محمدی او د ملي امنیت لوی رئیس اسدالله خالد چې پرون یې له ولسي جرګې څخه د باور رایه تر لاسه کړه، نن له غرمې مخکې یې د هېواد د جمهور رئیس په وړاندې د وفادارۍ لوړه و کړه.
دوی وویل: د لوی خدای په نامه سوګند یادوو چې د اسلام د مقدس دین، اساسي قانون او د افغانستان نور قوانین به رعایت، د اتباعو له حقوقو به ساتنه وکړو، د هېواد خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د خلکو ملي یووالی به وساتو او په خپلو ټولو اعمالو کې به خدای ج حاضر وبولو، خپلې اړوندې راسپارل شوې دندې به په صادقانه ډول تر سره او دولتي اسرار به په بشپړه امانت دارۍ سره وساتو. 
په پای کې حامد کرزي دغو وزیرانو او د ملي امنیت لوی رئیس ته په نویو ورسپارل شویو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته