خبرونهاقتصادټولنه

د نیمروز مستوفیت روان کال نږدې ۶۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۲۷ مه، باختر
د نيمروز د مستوفیت مسوولین وایي چې د روان کال له پیله تر دې دمه یې ۶۴۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت مستوفي مولوي ضياءالدين ضياء د باختر آژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وويل:”د نیمروز مستوفیت د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د وري میاشتې له پیله د کب تر ٢٦ نېټې یې ۶۴۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
مولوي ضیاء زیاته کړه، چې تېر کال یې عواید ۴۴۰ میلیونه افغانۍ وو چې سږ کال په کې ۲۰۸ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي وویل، د کره، شفافې او عادلانه نوم لیکنې د زیاتوالي په موخه یې د اصنافو او عایداتي سرچینو درجه‌ بندي پیل شوې ده.
د نيمروز مستوفي، د عوايدو د راټولولو په برخه کې وويل، چې د اصنافو ترمنځ د ماليې ورکولو د فرهنګ نشتوالى د يو شمېر خلکو د نارضايتۍ لامل شوی خو په وینا یې د عوایدو کارکوونکو د مالیه ورکوونکو د مکلفیتونو په اړه بشپړ معلومات اصنافو ته ورکړي دي.
نوموړي له سوداګرو او دوکاندارانو وغوښتل چې د مالیاتو په ورکړه کې هلې‌ځلې وکړي او د هېواد په پرمختګ کې خپله ونډه اداء کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته