خبرونهاقتصادټولنه

د نیمروز د پاسپورټ مدیریت څه باندې ١١٠ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وري ۱۸مه، باختر

د نیمروز ولایت د پاسپورټ مدیریت مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۱۰ میلیونه ۵۱۶ زره ۵۰۰ افغانۍ افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د نيمروز د پاسپورت مدیر مولوي نیازمحمد حنظله د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې دغه مدیریت ١١٠ میلیونو ۵۱۶ زره ۵۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

هغه زیاته کړې چې یاد مدیرت تېر کال ۱۹۶۴۴ پاسپورټونه وېشلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په عایداتي ادارو کې شفافیت د دې لامل شوی چې په عوایدو کې زیاتوالی راشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته