کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥ :
يو حرفه يي انسان تښتوونکى د هرات ولايت دغوريانو د پوليسو په عملياتو کې ونيول شو .
تورن چې رمضان نوميږي مخکې هم ده خپل ورور او د هغه د زوم وژلي وو.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل : د دغه تورن د نيولو عمليات څو ساعته دوام وکړ چې په پايله کې وسله واله نښته رامنځته شوه.
په دغو عملياتو کې د بصيراحمد په نامه يو سړى چې څه موده مخکې دغوريانو له ولسوالۍ څخه تښتول شوى و ، د پوليسو له خوا وژغورل شو.
د هرات پوليسو د دغه سړى خوشي کول او درمضان نيول د پوليسو يو برياليتوب وباله او وايي چې تورن نور ډول ډول جرمونه هم ترسره کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل