کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر
د دایکنډي سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د نیلي ښار د دویمې دروازې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
د دایکنډي والي الحاج امین الله عبید د یاد ولایت خلکو ته د دغې دروازې د پرانیستل کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د یادې دروازې په جوړېدو سره ښار ښکلی کېږي او د ښار د امنیت په ټينګولو کې اغیز من تمامېږي.
له بلې خوا د نیلي ښاروال محمد یونس غورځنګ وویل، چې یاده دروازه د یاد ولایت د مقام په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.