امنیت

د ملي دفاع وزارت : دغزني _ قندهار په لويه لاره کې عمليات دوام لري

 کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٣  :
د ملي دفاع وزارت  د غزني ولايت په  وروستيو پيښو کې  د ١٧٧ تنو وسله والو طالبانو  د وژل کيدو خبر ورکړ.
د ملي دفاع وزارت   په يوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه  ويلي دي  :  وسله والو طالبانو دبهرنيو تروريستانو په همکارۍ په تيرو دريو ورځو کې   په غزني ښار  پراخ او پلان شوي  بريدونه  ترسره کړل   چې  دغزني ولايت  شريفو خلکو ته  دامنيتي ځواکونو دمرستې رسونې په  خاطر د کابل _  غزني او غزني _ قندهار  په لويو لاره کې دپلونو په ويجاړولو  سره  دغه لويه لاره وتړله او دغه لويه لاره ددريو ورځو لپاره دکابل _ هرات  دمسافرينو پرمخ تړل شوې وه  چې دښځواو ماشومانو په ګډون  دمسافرينو دځورونې   سبب شول.په غزني ښار  دطالبانو بريد شنډ شو   .  دغزني _ قندهار لويه لاره دمسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانستل شوه  او ١٧٧ تنه  تروريستان ووژل شول  ، په لسګونو تنه نور ټپيان  او پنځلس تنه  يې ونيول شول.دملي دفاع وزارت تائيد کړه چې  دغزني _ قند هار دلويې لارې  په شاوخوا کې عمليات د ډار اچوونکو تر له منځه وړلو او ددغې لويې لارې دبشپړ امنيت تر تامينولو پورې دملي اردو   دځواکونوله  خوا دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته