خبرونهښوونه او روزنه

د نورستان پوهنې ریاست ته ۱۵۰ زره درسي کتابونه وسپارل شول

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د نورستان د پوهنې ریاست ته د هېواد د پوهنې وزات له لوري ۱۵۰ زره درسي کتابونو وسپارل شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت استازې احمد شعيب وویل چې د نورستان ولايت لپاره ۲۵۹ زره ټوکه نوي چاپ شوي درسي کتابونو سهمیه په پام کې نیول شوې، چې له ډلې یې ۱۵۰ زره ټوکه درسي کتابونه پوهنې ریاست ته وسپارل شول او پاتې نور کتابونه به نږدې راتلونکي کې ورکړل شي.
ورته مهال د نورستان د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئین وایي په تېر کې د یاد ولایت ښوونځي د تدریسي کتابونو له سخت کمښت سره مخ و.
نوموړی وايي اوسمهال تدریسي کتابونو ستونزه سل سلنه حل شوې، سږکال به اول نه تر دولسم ټولګیو پورې ټول زده کوونکي کتاب ته لاس رسی ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته