ټولنه

څه دپاسه نولسو زرو کورنيو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر د وږي  پنځمه :
په غور ولايت کې نولس زره اته سوه کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګته واخسته .
دکليو دبياجوړولواوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ .
ديوسلو نهه اتيا مليونو څلور سوه اتلسو زرو افغانيو په لګښت د يوسلو اووه اويا ټولګټو پروژو کار دغور ولايت دشهرک ، ساغر ، ټولک ، دولتيار ، چارسدې او ددوه لينه په ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو  پروژو کې  داوبو لګولو دکانالونو ، دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو ، داوبو دبندونو، دمحافظوي ، استنادي او دګبيوني ډيوالونو ،  پلګوټو ، داوبو بريښنا دکوچنيو بندونو دشبکو ، د ټولنزو مرکزونو او د  اوبو لګولو دچينو جوړول  شامل دي .
   دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په غو رولايت کې  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٣١١٧ ټولګټې پروژې چې دترانسپورت ، اوبو لګولو ، بريښنا او دکليوالي ژوندانه دپروګرامونو پراختيا پکې شامله ده بشپړې او دخلکو استفادې ته يې وړاندې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته