خبرونهروغتیا

د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې ۶ ګرځنده روغتیايي مرکزونه فعال شول

کابل، د زمري ۳ مه، باختر

د ننګرهار په پچیر آګام، شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې شپږ ګرځنده روغتیايي مرکزونه فعال شول.

شېرزاد، حصارک او پچیراګام هغه ولسوالۍ دي چې په تېر دولت کې ورته پاملرنه نه ده شوې او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د دغو ټیمونو د کار په پیل سره به د لرې پرتو سیمو روغتیايي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

د عامې روغتيا رئیس ډاکټر امیر محمد افتاب روغتيا پالانو ته لارښوونه وکړه چې په يادو لرو پرتو سیمو کې چې خلک یې روغتيايي خدماتو ته سخته اړتیا لري سم او په رښتيني ډول خدمت ترسره او خپله ملي او ایماني وظیفه اجرا کړي.

په ختیځ کې د خوار ځواکۍ عمومي مسؤل ډاکټر میرویس عابد وویل چې افغانستان او په ځانګړي ډول ننګرهار له هغه سیمو څخه دی چې ماشومان په کې د خوار ځواکۍ له رنځه ډېر کړېږي. هغه له ګرځنده ټیمونو غوښتنه وکړه چې خوار ځواکو ناروغانو ته په ښه ډول خدمت کولو او ځانګړې پاملرنې سره د هغوی ژوند وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په میدان وردګو کې هم د یونېسف په مالي ملاتړ ۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونو فعالیت پیل کړ. د یاد ولایت د عامې روغتیا مشر وايي چې د دغو ټیمو د کار په پیل سره به د لرې پرتو سیمو ۹۵ سلنه روغتیايي ستونزې حل شي.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته