کابل / باختر د تلې دمياشتې ٧ :
نا پيژاندو وسله والو کسانو تيره شپه په کاپيسا ولايت کې يوه مور له ځوان زوى سره يې ووژله .
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي دباختر آ ژانس خبريال ته وويل : د تيرې شپې د لسو بجو په شاوخوا کې يوه مور د تګاب ولسوالۍ په لنډاخيلو کلي کې له ځوان زوى سره يې د دوى په کور کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا د کلاشينکوف په ډزو سره ووژله شوه .
حميدي څرګنده کړه چې قاتلان له ساحې څخه تښتيدلي او تراوسه پورې پوليسو په دې اړوند څوک نه دى نيولى خو دقضيې په اړوند د پوليسو پلټنې پيل شوې دي .ده زياته کړه د وژل شويو کسانو له کورنۍ څخه څوک نه دى پاتې او د دغې ميرمنې ميړه هم په تيرو کلونو کې په مرموز ډول د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وژل شوى و.
0 1 دقیقه لوستل