خبرونهورزش

د ننګرهار رمضان جام د والیبال سیالۍ د خوږیاڼو منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د وري ۱۶ مه، باختر

په ننګرهار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام د والیبال پیل شوې سیالۍ د خوږیاڼو لوبډلې په بریا پای ورسېدې.

د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولینو ویلي چې دغه سیالۍ د خوږیاڼو لوبډلې او دامان لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې د خوږیاڼو لوبډلې بریا خپله کړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه لوبې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د غزې مظلومو مسلمانانو څخه د ملاتړ په موخه د یاد ریاست په انګړ کې پیل شوې وې او د جلال آباد ښار او ولسوالیو د والیبال ۲۰ لوبډلو پکې برخه اخیستې وه چې پایلوبه د خوږیاڼو لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

هېره دې نه وي چې راتلوونکې شپه د بټي کوټ او شینوارو ولسوالیود والیبال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته