سیاست

جمهور ريیس غني د هېواد د پنځو ښارونو د ستراتیژیک پلان برابرولو د کاري پرمختګ راپور واورېد

کابل/باختر/د زمري ٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د مزارشریف، هرات، کندهار، جلال اباد او خوست پنځو ښارونو د ستراتیژیک پلان برابرولو د کاري پرمختګ راپور چې د ساساکي کمپنۍ له لوري جوړېږي، واورېد.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغه ویډیو کنفرانس په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار د ياد پلان په چټکتیا کې د پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو د شاملولو، په دغه پلان کې د سیمه ییزو پروژو د ځایولو، د ښاروالیو قانون او ځمکې پالیسۍ په ګډون د قوانینو د بیا کتنې، د دولت په سطحه د رهبرۍ کمېټې د ایجاد، د دغه راز پلانونو د تطبیق په موخه په ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې د ښاري انکشاف پلان ریاست د ایجاد او ظرفیت جوړولو په برخه کې معلومات ورکړل.
وروسته ساساکي ټیم د ذکر شویو پنځو ښارونو د ستراتیژیک پلان د برابرولو د کاري پرمختګ په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
ساساکي ټیم وویل، یاد پلان په راتلونکي یوه کال کې ترتیبېږي چې له ترتیب وروسته یې د تطبیق په خاطر له ۵ څخه تر ۸ پورې ښاري بنسټيزې پروژې د ښارونو د پانګونې پروژې پر مټ چې نړیوال بانک یې تمویلوي، تطبیق کېږي.
جمهور ريیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د ښارونو د اتصال، کانونو، اوبو، انرژۍ، ترانسپورټ او په یادو ښارونو کې د بشري سرچینو د ارزښت ، له یوه بل سره د دغو ښارونو د ارتباط، له اقتصادي اړخه د مزارشریف، هرات، کندهار، جلال اباد او خوست ښارونو پر ځان بسيايېنې او پلان جوړولو د تمرکز او ګاونډیو ښارونو سره د دغو ښارونو د رقابتي ګټو په اړه خبرې وکړې او د ذکر شویو ښارونو د ستراتېژیک پلان جوړولو په خاطر یې د ساساکي ټیم د هڅو او ښار جوړولو او ځکمو وزارت له همکارۍ مننه وکړه.
ساساکي د ښاري طراحۍ او پلان جوړولو یوه کمپنۍ ده چې مرکزي دفتر یې د امریکا متحده ایالتونو په بوستون ښار کې دی او د ښار جوړولو متخصص او مسلکي ټیم یې د نړۍ له څلوېښتو څخه په زیاتو هېوادونو کې بین المللي تجربه لري، دغه راز یادې کمپنۍ مخکې هم د کابل ښار د ډیزاین چوکاټ برابر کړی وو.
پاىذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته