کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د مخابرې او تکنالوژۍ ریاست د ظرفیت لوړولو له دوه میاشتني مسلکي زده کړو له دویمې دورې څخه ۷۶ تنه سرتېري فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي وویل چې د یوې ادارې اسرار پټ وساتئ او په اداره کې چې کوم محرم کارونه وي هېڅکله یې افشا نه کړئ.
همدا راز د مخابرې او تکنالوژې ریاست رئیس مولوي صلاح الدین خویدم فارغانو ته په خطاب کې وویل چې تاسې د ادارې د لاښه پرمخ بېولو لپاره وروزل شوی خپلو کارونو ته متوجې اوسئ او په کارونو کې هېڅکله غفلت درنه ونه شي.
په پای کې یادو فارغانو ته د بري لیکونو ورکړل شول.