شيکاګو باختر د غبرګولي لومړي
دپاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري له امريکا څخه غوښتي دي چې په پاکستان کې دبي پيلوټه امريکايي الوتکو دبريدونو لپاره هميشنۍ حل لاره پيدا کړي . دغو بريدونو دپاکستان او امريکا ترمنځ تاوتريخوالي زيات کړي دي .
دپاکستان دحکومت يوه ويندوى ويلي دي زر داري دغه غوښتنه دشيکاګو دغوندې تر څنګ دامريکا دبهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلنتن سره په خبرو کې طرحه کړى ده .
دغه راز زرداري له امريکا څخه غوښتي دي چې تيرکال دناتو په هوايي بريد کې د ٢٤ پاکستاني عسکرودوژل کيدو دپيښې په باب بخښنه وغواړي خو سپينې ماڼۍ تراوسه پورې په دې اړوند دبخښنې له غوښتني څخه ډډه کړى ده .
دپاکستان د دي دان ورځباني دخبر له مخې زرداري دغه راز په افغانستان کې دحکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې دموافقي لپاره دمنځګړيتوب دهلوځلو ملاتړ کړى دى .
دورځپاني دخبر له مخې ددغو طالبانو مشران ښايي په پاکستان کې شپي سبا کړي .
زر داري چې دشنبې په ورځ شيکاګو ته ورسيد دافغانستان له جمهور رييس حامدکرزي سره يي هم کتلي خو دهغوي دخبرو جزئيات نه دي خپاره شوي .