سیاستنړۍ

د ملي امنيت شورا سلاکار: پر طالبانو د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا بنديزونه ډېر مهم دي

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا د بنديزونو له کمېټې سره په خبرو کې چې پر طالبانو د بنديزونو څارنه په غاړه لري؛ پر طالبانو د دغې کمېټې بنديزونه مهم وبلل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملي امنيت شورا سلاکار څرګنده کړه چې طالبانو د افغانستان د حکومت او خلکو پرخلاف بې ساري تاوتريخوالو ته مخه کړې ده.
د سفر د معافيت له امتياز څخه په استفادې سره د خبرو له ميز څخه ځان ګوښه کوي، ژمنې ماټوي او له زندان څخه په آزادۍ سره سره د جګړې ډګر ته راستنېږي. په دغه شان حالت کې پر طالبانو د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا بنديزونه ډېر مهم دي.
ډاکټر محب زياته کړه چې افغانستان له خپلو کليدي متحدانو او د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا له غړو سره په دې برخه کې کار کوي، ډاډ ترلاسه شي چې بنديزونه په افغانستان کې د سولې د هلوځلو د پياوړتيا سبب شي او د طالبانو د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ترې استفاده وشي.
دغه راز د ملي امنيت شورا سلاکار هندوستان ته د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا د بنديزونو د کمېټې رياست او ناروې، ايرلند، کينا او مکزيک هېوادونو ته د دغې کمېټې د غړيتوب له امله مبارکي وويله.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته