خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د مسکو تصمیم؛ داسې ښکاري چې افغانستان په سیمه کې د روسیې لپاره د باور وړ خپلواک هېواد دی

کابل، د وري ۱۵ مه، باختر 

تبصره

وړمه ورځ ځینو رسنیو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د تروریستي سازمانونو له لېست څخه د اسلامي امارت د لرې کولو د موضوع ارزونه پیل کړې او وروستۍ پرېکړه به د کرېملېن ماڼۍ رهبري کوي.

د مسکو دغه اعلان بېلابېل غبرګونونه راپارولي، په چا بد لږېدلی او په چا ښه، خو یقیني ده، چې روسیه دغه پرېکړه وروسته ترهغې کوي، چې اسلامي امارت وکولی شول تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې د امنیت او ښې حکومتولۍ په اړه یو ځانګړی باور ترلاسه کړ.

روسیې دا منلې، چې د اسلامي امارت په اړه ټول منفي تبلیغات ناسم دي او دا ورته معلومه شوې، چې د افغانستان اسلامي امارت په سیمه کې پر یو قوي نظام بدلېدونکی هېواد دی او همدغو دلایلو ته په کتو غواړي سیمه کې یو پیاوړی ملګری ولري.

د روسیې دغه پرېکړه په ځینو اشخاصو او هېوادونو ځکه بده لږېدلې، چې نه غواړي اسلامي امارت افغانستان کې یو قوي او خپلواک نظام په پښو ودروي او پیاوړی یې کړي، دوی غواړي، چې دلته یو کمزوری او د دوی په خوښه ګوډاګی حکومت حاکم وي، تر څو له لارې یې خپلې ګټې سمبالې کړي.

خو د افغانستان اسلامي امارت دښمنان باید دا درک کړي، چې نن روسیې دا ډول ګام اوچتولو ته زړه ښه کړی، سبا به ډېر نور هېوادونه هم ورته اقدام وکړي او د افغانستان اسلامي امارت سره به ژورو اړیکو پاللو ته زړه ښه کړي.

روسیه دغه اعلان په داسې مهال کوي، چې د مسکو تر برید وروسته ځینو شریرو کړیو هڅې پیل کړې تر څو له وخت څخه په استفادې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي، خو دغه رزالتونو او منافقتونو هېڅ پایله ورنکړه.

اوس خبره دا ده، چې نور هېوادونه هم باید په افغانستان کې د اسلامي امارت نظام د یو پیاوړي حقیقي نظام په توګه ومني او له بې مانا پلمو جوړولو څخه لاس واخلي.

نړۍ باید د روسیې او ځینو نورو هېوادونو په څېر له اسلامي امارت سره د تعامل لاره ونیسي؛ نه د جګړې او زور لاره، ځکه د زور له لارې افغانان نه خپلېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته