امنیت

په کندز کې دطالبانو دوه قراګاوې له منځه يوړل شوې

کندزباخترد لړم دمياشتې٦نيټه : 
دوسله والو طالبانو دوه قرارګاوې  پرون په  کندز ولايت کې ويجاړې  او له منځه يوړول شوې .
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند  جګړن محمدحنيف رضايي دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دوسله والو طالبانو دوه قرارګاوې  ددغه ولايت ددشت ارچي  ولسوالۍ دبندر په ساحه کې دافغان پوځيانو په هوايي بريد کې له منځه يوړل شوې.
رضايي زياته کړه  په دغه هوايي بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  اوپنځه تنه نور ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې ؛ د دښمن يوځاى پرځاى شوى ماين د پلخمري په تکلورى کې دتانک سوخته په ساحه  کې کشف او وچول شو.
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته