خبرونهښوونه او روزنه

د لوګر د پوهنې ریاست ۶۸ پروژې پلي کړي

کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د لوګر د پوهنې ریاست له خوا په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۴۱ میلیونو افغانیو په لګښت ۶۸ بېلابېلې پروژې پلي شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې یادې پروژې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د روان ۱۴۰۲ کال په لړ کې د ۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت، مرسته کوونکو مؤسسو، خیریه بنسټونو، سوداګرو او شتمنو ولسې خلکو په همکارۍ پلي شوې دي.
عرب زیاته کړه؛ چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره زرګونو تنو زده کوونکو ته د زده کړې منظم چاپېریال برابر شوی دی.
د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو په راتلونکي ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱۳ نويو لومړنيو ښوونځیو د تاسیس خبر هم ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته